جاهد سایټ ته شه راغلاست

 دحضرت عيسی عليه السلام په هکله اسلامي عقيده ۱برخه

بسم الله الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد
کله چي صليبيان پردې وتوانېدل چي  اسلامي خلافت له مينځه يوسي،نو غربيانوته پرټولي نړۍ دبرلاسي موقع په لاس ورغله اوپرمسلمانانويې هم دخپلي خوښي حکومتونه مسلط کړل.

دوی دمسلمانانوپه خلاف ډېره هڅه کوي چي مسلمانان په هرډگرکي کمزوري شي،څودصليبيانوگټي خوندي شي اومسلمانان ونه توانيږي چي يوځل بياخپل تېرمجداوعظمت اعاده اويواسلامي خلافت جوړکړي .

دوی دمسلمانانوسره يوازي په وسله واله مُبارزه بوخت نه د ي بلکي په نوروبرخوکي يې هم پراخي هلي ځلي پيل کړې دي.يوازي په افغانستان کي يې دوه نيم زره غيردولتي موسسې شته، چي تقريبًايولک مامورين يې پکي مقررکړي دي.داټول خپل محرف اومنسوخ دين عيسويت ته  دافغانانوداړولواوددوی داخلاقودخرابولولپاره هلي ځلي کوي.اودادی اوس زموږپه هغه اسلامي هيوادافغانستان کي هم ددوی کليساوي جوړي شولې چي پخوا دايوه معمی وه چي خلگوبه ويل :هغه کوم هيواددی چي کليساپکښي نشته؟نوپه ځواب کي به يې زموږدهيوادافغانستان نوم راتلو.

متاسفانه دغه افتخارخوموله لاسه ووت،خواوس بايددې ته کاروشي چي زموږمسلمانان وروڼه له اسلام څخه خبرشي  څودوی ونه توانيږي چي مسلمانان له خپل دين څخه واړوي اوپه خپل دام کي يې راگيرکړي.

دعبدالرحمان پنجشېري ښکاره ارتداد،بياپه خپل جُرم باندي په څرگنده اعتراف،دده نيول کېدنه،دغربي هيوادونوفوري عکس العمل،بېرته دده پرته له ځنډه خوشي کېدل اوايټالياته تگ يې داحقائق نورهم ښه ښکاره کړل اوپه دې کارسره يې افغاني مرتدشوومسيحيانوته په ډاگه کړه چي تاسوته څوک څه نشي ويلای،نه موڅوک بندي کولای شي،نه څوک سزادرکولای شی بلکي برعکس به تاسوته امتيازات درکول کيږي،که بل هيوادته دتگ اراده لرئ نوهم به آوېزه درکول کيږي .

دعيسويت ددعوت لپاره درې دروازي دي چي مسيحي مبلغين دهغوله لاري اسلامي هيوادونوته داخليږي اوهلته دمرستو،تعليم اوصحي فعاليتونوترعنوان لاندي خپل کارته ادامه ورکوي
هغه درې دروازې دادي :
۱:فقر
۲:جهل
۳:مرض
اوجنگ بيادغه درې حالته منځ ته راوړي .

متاسفانه دغه درې سره دروازي دمسيحي مبلغينوپرمخ زموږپه هيوادکي خلاصي دي اوله بلي خوازموږزموږهيوادهم ددوی په ولکه کي دی چي ددوی ددعوت لپاره زمينه برابروي.په دغودرودروازوکي يوجهل اوناخبرتياده،داهم زموږپه هيوادکي متاسفانه زياته ده،که مسلمانان دعيسائيت په حقيقت پوهېدلای نوبيابه ددوی دعوت دپام وړاغېزه نه لرلی،ځکه ددوی په دين کي داسي څه نشته چي هغه چاته دي دوی پرې قناعت ورکړي چي داسلام اوعيسائيت په هکله لازم معلومات ولري.خوليکن افسوزدادی چي زموږنه يوازي عوام بلکي دليک اولوست خاوندان هم داسلام اوعيسويت په هکله ترډېره حده  بې خبره دي اودعيسويانولخواچي کوم تبليغات کيږي،دوی يې  له حقيقت څخه ناخبر وي .

په داسي حالاتوکي که دوی ته څوک دعيسويت دعوت ورکړي نودهغوی دعوت به خامخااغېزمن وي .
ددغه ارتدادمقابله کول داسي يوه فريضه ده چي يوه ورځ ځندهم نه قبلوي،نن ورځ داسلامي نړۍ ځواکمن هيوادونه اومسلمانان دارتدادله يوه قوي اوخطرناکي څپې سره مخ دي،دغه دارتدادڅپه دمسلمانانوددين،عقېدې اواخلاقوپرخلاف يوبغاوت اوپاڅون دی.

که اوس موجودمسلمانان ددغي څپي په خلاف اقدامات ونه کړي نوډېره وېره شته چي دمسلمانانويوه لويه برخه به خپل دين له لاسه ورکړي اودراتلونکونسلونوپه هکله به تردې هم زياته خطره وي .
که موږدبُخارا،سمرقند،اندلس،قرطبې اونورواسلامي مراکزوتاريخ ته فکروکړوچي په يوه وخت کي داسلام مرکزونه وو،خواوس دهغو سيمو ټول اوسېدونکي کافران دي،نو دې پايلې ته رسيږوچي  زموږهيوادته هم داسي سخت خطرمتوجه دی

نوربيا....
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام

له ځان سره حساب
په دې خبره باندي زموږ د ټولو مسلمانانو عقېده او پوخ باور دی چي د انسانانو سره به هرومرو حساب  کيږي، دوی له دې څخه هيڅ چاره هم نه لري،له حساب څخه انسان ځان هم نشي خلاصولای،داسي يوه ورځ به راځي چي په هغه ورځ به دانسان ټول کړه وړه تلل کيږي،د هغو مطابق به بياورته بدله ورکول کيږي که يې عمل سم وو، نو بدله به يې هم سمه وي،ثوابونه به يې په برخه وي اودده دسموکړوپه بدل کي به ورته تلپاتې نېکمرغي اوخوشحالي ورپه برخه شي.
خو که د چاعمل خراب وو، نعوذبالله من ذلک) نو بيا به هم د ده دعمل مطابق بدله ورکول کيږي،نو بياد مجرمانو لپاره الله پاک داسي عذابونه تيار کړي دي چي بيابه په هغوکي غمجن او پرېشانه وي خوهيڅ چاره به هم نه لري،داسي لوری به هم نه وي چي په هغه لوري ولاړ شي او له عذابه خلاص شي،نه به بيداري کار کوي، نه به واسطه کار کوي، تع به روپۍ فائده ورته کوي،نه به رشوت ترې اخيستل کيږي  او نه به قوم کار ورکوي الله رب العالمين په خپل مقدس کتاب کي فرمايي:
{وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ} [(6) سورة الذاريات] (يقينًاجزااوحساب ضرورواقع کېدونکی دی) په دغه آيت مبارک کي  الله پاک فرمايي چي جزااوحساب خامخاکېدونکی دی يعني له هر چا سره به کيږي که نېک عمله وي اوکه بدعمله. په  صحيح حديث کي راغلي دي  ((من نوقش الحساب عذب)) يعني دچاسره چي حساب وشو،نوهغه ته عذاب ورکول شو.
حضرت عائشې رضی الله عنهاله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه  چي د دې آيت څه مطلب دی چي الله تعالی فرمايي-: {فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا} [(8) سورة الانشقاق](چي الله پاک دهغه چاپه هکله فرمايي چاته چي عملنامه په ښې لاس ورکول شوه:نو زر دی چي اسانه حساب به ورسره وشي)يعني الله پاک خوفرمايي چي دهغه چاسره به هم حساب کيږي چاته چي عملنامې په ښي لاس ورکول کيږي،په داسي حال کي چي هغوی خوجنتيان دي،عذاب نه ورکول کيږي .
او ته وايې چي دچاسره حساب وشوهغه ته عذاب ورکول شو؟رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:((ذلكِ العرض)) داورپېشېدل دي)يعني دادقيق حساب نه دی،يوازي  اعمال به ورته پېش کړی شي،ددې لپاره چي الله پاک خپله مهرباني ورښکاره کړي،ورته به ووايي
ألم تفعل يوم كذا كذا؟ ألم تفعل كذا؟ ألم تفعل كذا؟
په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟ په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟
په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟
نوله دې وروسته به دابنده ډېرووېرېږي چي دااعمال مي بربادنه شي  نوالله -جل وعلابه ورته وفرمايي-: ((أنا سترتها عليك في الدنيا، وأغفرها لك الآن))
(ماپرتاباندي په دُنياکي پرده اچولې وه اواوس درته داگناوي دربخښم)!!
نودحساب په کېدنه کي کوم شک نشته،خوليکن تول اوبدلې به توپيرسره لري،بيادحساب نتيجه به يادنېکيوزياتوالی وي،نوبرخليک به يې جنتونه اوخوشحالۍ وي.
اويابه په پايله کي گناوي زياتي راووزي نوبرخليک به يې عذابونه وي(اعاذناالله من ذلک)
اويابه په پايله کي نېکۍ اوبدۍ سره برابري راووزي  بياهم نېکمرغي ده.
ځيني خلگ به داسي وي چي حساب به سخت اودقيق  ورسره کيږي،نو دا به هم د دوی لپاره بربادي وي ځکه دده عملونه که هرڅومره ډېروي،خوليکن بياهم دالله پاک د يوه نعمت هم پوره حق نه شي اداکولای.
ځيني خلگ به داسي وي چي اسانه حساب به ورسره کيږي داپه حقيقت کي هغه څوک دي چي په دُنياکي له ځانه سره حساب کوي لکه څنگه چي په حديث کي په دې کار  امر شوی دی چي  ((حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا)) (دخپلوځانوسره حساب وکړئ مخکي له دې چي ستاسوسره حساب وشي) په دې سره به انشاءالله تعالی له ډېروگناهونوڅخه انسان راوگرزوي الله رب العالمين په قرآن کريم کي فرمايي:  {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍواتقُوالله َ اِنَ اللهَ خَبِيربِمَاتَعمَلُونَ}
[(18) سورة الحشر]) اې اېماوالو!وېره کوئ له الله پاک څخه اوفکردي کوي
هرنفس دهغه عمل چي دسبالپاره يې لېږي،اووېره کوئ له الله پاکه،يقينًاالله تعالی خبرداردی په هغه عملونوسره چي تاسويې کوئ) په دغه مبارک آيت کي الله پاک درې امرونه  مؤمنانوته کړي دي:
۱: اتَّقُوا اللَّهَ  مرادله دې څخه تقوْی له ايمانياتوڅخه ده،يعني له هرقسم شرک اوکفرڅخه ځان وساتئ.
۲: وَلْتَنظُرْنفس ماقدمت لغدمطلب دادئ چي له ځانوسره حساب وکړئ او دحق او باطل په مينځ کي توپيروکړئ.
۳:لغَدمرادترېنه ورځ دحساب ده.
غدپه محاوره دعربوکي راتلونکې ورځي(سبا)ته ويل کيږي،نوپه دې کي اشاره ده دې خبري ته چي ټول عمرددُنياديوې ورځي په څېردی اوسباته قيامت دی.!!
نوپرانساب باندي لازمه ده چي دخپل ځان سره دقيامت دورځي ترحساب مخکي حساب وکړي،که داکاروکړي نوپه دې کي به يوه ډېره لويه فائده ورته وشي،ځکه چي په دغه حساب کي يې نتيجه ورته غلطه معلومه شي،نوبياسباته هغه کاربيانه کوي، دبېلگي په ډول  چي ماښام دځان سره داسي حساب شروع کړي چي  په نن ورځ کي دي څومره لونځونه کړي دي؟څو رکعاته دي په جمعي سره نيولي دي ؟ او څومره دي نه دي نيولي؟
سنت دي کړي دي اوکنه؟څومره دي نفل کړي دي؟څومره دي ذکرکړی دی؟
همدا راز دگناهونو په هکله داسي له ځان سره حساب کول چي څومره نافرماني رانه شوې ده؟ او څومره ددين مطابق چلېدلی يم؟
څومره غيبت رانه شوی دی؟څومره مي مسلمانانو ته تکليف رسولی دی؟څومره مي مسلمانانو ته فائده وررسولې ده؟
که داسي حساب له ځان سره انسان جاري ساتي نو انشاءالله تعالی انسان کنترول شي اواعمال به يې دشريعت مطابق وگرزي .
وصلی الله تعالی علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

ليکوال :مولوي عصمت الله عزام.

اسلام او زموږ دنده - اسد الله بشارت

خداى تعالْىﷻ، چي انسان اشرف المخلوقات ګرځولئ دئ؛ نو مسئوليتونه يې هم د نورو مخلوقاتو په پرتله ډېر زيات دي. په دغو بندګانو کي بيا د وخت په تېرېدو سره دوې ټولۍ پيدا سوي دي، چي يوه ټولۍ يې د الْهي اومورو په منلو او عملي کولو سره مسلمانان او غاړه ايښوونکي سوي دي او بله ټولۍ يې د دغو اومورو د نه قبلوني له ايسيته کفار او سرکښان سوي دي. دا چي کفار د خدايي احکامو پروا نه کوي او ځانونه هم د هغو په پيروي مکلف نه بولي، ځکه نو زما راتلونکي خبري يوازي د مسلمانانو دندې احتوا کوي.

   په يوه ټولنه کي د هر مسلمان ډېره عظيمه او ستره دنده امر بالمعروف او نهي عن المنکر ده، لکه الله تعالْىﷻ، چي پخپله په قرآن پاک کي فرمايي:

ژباړه: او وي دي ستاسي څخه يوه ټولۍ، چي په ښو کارونو سره وګړي امر کوي او له بدو کارونو څخه يې منع کوي او دغه کسان (د خداى ﷻ له عذاب څخه) په امان دي.

   له پورته آيت څخه دا څرګندېږي، چي و ښو ته را بلونکئ او له بدو څخه منع کوونکئ بايد هر مسلمان فرد و اوسي. که داسي امکان و نه لري؛ نو يوه ډله بايد حتمي دا کار انجام کړي او دا الْهي امر ته لبيک و وايي. دا خلک زموږ په ټولنه کي عالمان او لوستي اشخاص دي، چي بايد د ړندو د لاس عصاء سي او دغه مقدسه دنده په بصيرت او ښه ځراکت پر مخ يوسي! او د وياړ ځاى دا دئ، چي په اسني پېر کي مو علماء په دې کار کي ډېر بريالي سوي دي، خو له بده مرغه هغه طبقه، چي څه نه څه لوستې ده او د عصر زده کړو په ګېڼه يې ځانونه پسوللي دي، و دې ستري دندې ته ډېر ښه وفادار نه دي پاته سوي او ځينو خو بېخي ځانونه داسي را جوړ کړي دي، چي کټ مټ د پردي کلتور او عنعناتو انعکاس ور کوونکي دي. د نورو د اصلاح فکر خو څه کوې، د خپل ځان د اصلاح فکر لا ور سره نه سته. دا غولدنګۍ به خداىﷻ مه کړه، که داسي ادامه و مومي، ډېري بدي پايلي ولري او جبران به يې ډېر ستونزمن وي.

   د ټولني هغه قشر، چي نالوستي دي د خپلو ځانو له پاره راهنما تعليم يافته ځوانان راهنما ټاکي او غواړي، چي کشران يې د هغو پر پله روان سي او دا کار په دې هيله کوي، چي اللهﷻ او د هغه رسولﷺ ور څخه راضي سي. هغوئ، خو داسي فکرکوي، چي ټوله تعليم يافته اشخاص په ټوله معنا د قرآنکريم پيروي کوي.

   نو قرآنکريم خو په ډېر ټينګار سره وايي او په لاندنيو ټکو سره حکم کوي :

    (سورة النسآء الاية ٥٩)

   ژباړه : اې ايمان والاوو ! دالله او دهغه درسول پيروي وکړئ

   نو دالهي فرمان مطابق موږ په دې مکلف يو چي نبوي سنت پرځان پلي کړو ، خپل کړه وړه ، اخلاق ، سلوک ، نزاکت ، لباس ، قيافه او هر څه مو پر نبوي کردار باندي عيار کړو ، هغه يو داسي رسول و چي الله پاک رحمة للعلمين بللى دئ هغه ، هغه يو بې ساري عالم ، ستر داعي او دخپل وخت کفارو ته هم محبوب و دښو اخلاقو له برکته

 هر ځوان چي په عصري زده کړو سمبال وي او ځان په دې کار مسؤل نه ګڼي زموږ ورته دا توصيه ده چي پراسلامي شعائرو دي ځان عيار کړي پردي کلتور دي خدمت نه کوي ، نبوي سنت دي تر پښو نه لاندي کوي هر دنده چي لري خپله افغاني ، اسلامي او پښتنه قيافه دي نه اړوي ، دخپل تير متمدن تاريخ په کتو سره دخپلو نيکونو شملې پر مځکه نه اچوي ، ځانونه دي په مؤمن نما ټولنه کي مؤمن وښيي او د ا دي دځان لپاره افتخار وبولي چي يوه دنده داسلام په پوښ کي ترسره کوي او نور وګړي ورڅخه په اسلامي روحيه کي دښو هيلو او ارزوګانو طمعه ولري.

   دپورتنيو ګړنو څخه برخلاف که کوم ځوان نبوي سنت ترپښولاندي کړي او دپښتنيت او افغانيت کلتور ته سپکاوى کوي نو په ټولنه کي به په تدريجي ډول سره منفور او دکرکي وړ وګرځي او هغه عزت چي خداى پاک دعلم اوپوهي په سبب ورکړى دئ ورڅخه واخيستل سي او دټولني پاته وګړي به مو کورټ دخپلو اولادونو لپاره عصري زده کړه لازمه ونه بولي او دې کار ته به دنفرت په سترګه وګوري په پاى کي يوځل بيا وايم چي ټول علوم اسماني دي او که انساني ، ځانته ــ ځانته ډير دعزت وړ بلل سوي دي ددې علم ستر درناوى ته په درناوي وګورو او داسلاميت په چوکاټ کي خپلي دندې ترسره کړو او نبوي سنتو په درناوي دخلګو سره چال چلند وکړو .

   دمحمدي امت وخپل اصلي هدف ته دراګرځېدو په هيله


 

دځمکي پرمخ برحق دین یواځي اسلام دی -شاکری
په نړي کې دانسانانو د ژوند له شروع نه تر پايه د حق او باطل مبارزه روانه ده يوي خواته حق دی  چې الله ج د مخلوق د لارښونې لپاره په هر زمانه کې پيغمبران ع راليږلې  دي  چې دې ته وايې آسمانی اديان اوبلې خواته باطل اديان دي چې باطل اديان په لاندی ډول دي :

۱- ساختګي اديان  لکه بودايي ، زرتشتي او نور چې د يوه شخص لخوا جوړ شوی وي .
۲- شيطاني اديان د شيطان له اختراعاتو څخه عبارت دي لکه بوت پرستي ، اورپرستي او نور  .
۳- تحريف شوي اديان لکه يهوديت او مسيحيت چې منسوخ شوی دين يې د خپلی رأيې  مطابق جوړ کړي دی .
مخکنې  آسمانې اديان د رسو ل الله صلی الله عليه وسلم په نبوت  سره منسوخ شوي دي  ساختګې او شيطانی خوله سره باطل دي  .
نو ځکه نن زمان بر حق دين يوازی اسلام دی  او دقيامت تر ورځې به اسلام وي .    
 إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَم (ال عمران ) .
اسلام  د ټولو اسماني اديانو خاتم دين دی  او دنبوت سلسله هم پر محمد صلی الله عليه وسلم ختمه شوي ده .
د نبوت د اثبات دلايل :
۱- رښتينولي او صداقت
۲- د مخکينيو پیغمبرانو تصديق او خبر
۳- معجزه
اليف ) : رسول الله صلی الله عليه وسلم د رښتينولې او صداقت هغه نړيواله نمونه ؤ چې د بعصت نه مخکې د جاهليت په  دوره کې خلکو د امين لقب ورکړي ؤ  .
ب ) : مخکينیو پيغمبرانو يې تصديق کړي او په بار بار يې خپلو امتونو ته د هغوی صلی الله عليه وسلم د راتګ خبر ورکړي او په آسمانې کتابونه کې نښی هم بيان شوی وې  ، چې ډيرو اهل کتاب د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د راتګ په انتظار ؤ  .
ج ) : د نورو معجزو سربيره ترټولو لويه  معجزه قرآنکريم ده .
کفری جهان دخپلی ظالمانه سلطې او استعماري خيالاتو د هدف  ته رسيدو په د پاره خپلې مخې ته تر ټولو لوې خڼډ اسلام بولي نو ځکه د اسلام د نابودي لپاره  د هرډول نظامې ،سياسې ،اقتصادې او تبليغاتي مصارفو په کار اچولو سره خپلو شومو اهدافو ته رسيدل غواړی ، آیا دوی ته ددې ټولو مصارفو پر ځای  دا اسانه نه وه چې د قرآنکريم  کوم ايت یې جوړ کړیوای  او د مسلمانانو د مقابلی لپاره يې کارولې وای ؟
خو دوی پدی ندې توانيدلې ځکه چې قرآنکريم د تحريف نه ساتل شوي کتاب دې .
قرآنکريم پداسې شان جوړ شوي چه هسې جوړيدل د بشر له توان نه لري کار دی .
د قرآنکريم اعجاز :
۱- د فصاحت اعجاز
۲- د معارفو اعجاز  
۳- د تاريخي مسائل اعجاز
۴- د ننيو پرمختلليو عولومو له مخې 
۵- غيبی اخبار
که څه هم چې قرانکريم له الفيبا حروفو څخه تشکيل شوی خود بلاغت او فصاحت له مخې همدا حروف یوه معجزه ده ځکه قران داسې ترتيت شوی دی چې نه شعر دی ځکه چې وزن او قافيه نلری شعر ډير وخت خيالات او مبالغه وي په قرآن كې  خيالات او مبالغه هيڅ نشته .
او نه هم نثردی ځکه چې قرآنکريم په ښه صوت په يوه خاص نظم تلاوت کيږي
قرانکريم په لومړی مخ کې خبرداری ورکوي پدی کتاب هيڅ شک نشته  :
ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيه (البقره )
بيا که څوک شک کوي هغی ته د مقابلی خبردارې ورکوي  :
وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِه (البقره )
قرآنکريم يو ساتل شوي کتاب دي
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (الحجر ۹)
 د قرآنکريم د ساتنی يوعملی دليل د قرآن په سينو کې ساتل دي (حافظان )    چې قرآنکریم يې په سينو کې ساتلې دي که د يوه حرف په اندازه ذياتوالی او نقصان پکې راشی نو کشف کيږي دغه د حفظ خاصيلت الله ج قرآن ته ورکړی دی :
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ (القمر ۱۷)
قرطبی ددی آيت په تفسير کې ويلي :   یعنی مونږ قرآن د خفظ لپاره آسانه کړي دی .
 نو واضح شوه چې نن په نړی برحق دين يوازې او يوازې اسلام دي اوبس .
 د نبوت د ختم  دلائل :

دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:
۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي او دې ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندی شي .
۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
 
۳- چې دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت وي  .
 
نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .
نو اوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نه لري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي  .
همغه د محمد رسول الله (ص) دوخت تعليمات په ټوله نړی کې داسې روان دي چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص) ژوندی دی .   

شاكري                                                                                   

 

 

 

دإسلام لنډه پيږندنه - ژباړن : أبو عمر سيد حبيب بن أحمد المدني الأفغاني

الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام المرسلين نبينا محمد وعلى آله وأصخابه أجمعين .

أمّا بعد: دإسلام معنى داده  چې په كلكه كواهي كول چې  دالله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله علپه وسلم- دالله تعالى استاذي او پيغمبر دي . داسې كواهي چي په زړه باور او تصديق، په ژبه إقرار، او په أندامونو ددي كواهي په مقتضى عمل وكړي .

دإسلام دغه معنى دإيمان په شپږو أركانوا باندي باور، او د إسلام په پنځه أركانو باندي عمل، او په دغه أركانو كښي دإحسان په كولو سره سرته رسيږي .

*إسلام دالله (جل جلاله) هغه آخري دين دي كوم چې ئي په خپل آخري ييغمبر محمد r باندي راليږلي دي .

*إسلام هغه سپيڅلي دين دي چې الله (جل جلاله) پرته لدي له هيڅ چا څخه بل دين نه قبلوي، او الله (جل جلاله) دا سپيڅلي دين ډير أسان ګرځولي دي هيڅ سختيا او مشقت پکې نه شته، الله (جل جلاله) ددي دين به منونكو (مسلمانانو) هغه څه ندي واجب كړي چې دوي ئي توان نه لري .

*إسلام هغه دين دي چې بنياد ئي دالله (جل جلاله) په وحدانيت (يووالي) ايښودل شوي دي، ښكاره نښه او شعار ئي رشتيا ويل دي، دار ومدار ئي په عدل او إنصاف دي، په حق ولاړ دي، او روح ئي نرمي او مهرباني ده.

*إسلام هغه مقدس لوي دين دي چې خلكو ته دهغي كارونو لارښوونه كوي چې د دوي ددنيا او آخرت كټه ورپكې وي، او دهغه كارونو نه ئي ډاروي او ويروي چې ددوي دين او دنيا ته زيان رسوي .

*إسلام هغه دين دي چې پدي سره الله (جل جلاله) دخلكو خراب عقائد او أخلاق إصلاح كړل، او هم ئي ورله ددنيا او آخرت زندګي برابره كړه، او پدې إسلام سره ئي هغه بدبينه او جلا جلا زړونو او بيلو بيلو خواهشاتو تر مينځ جوړښت او يووالي راوست، او د باطل دتيارو نه ئي خلاص كړل، حق طرف ته ئي بلنه وركړه، او سمي لياري ته ئي برابر كړل .

*إسلام هغه مضبوط دين دي چې په خپلو ټولو أخبارو أو أحكامو كې نهايت رښتوني او محكم دي ، په څه چې ئي خبر وركړي دي هغه ټول رښتيا او حق دي، فيصلي ئي په عدل او إنصاف كړي دي، خوا دغه خبر وركول يا فيصلي كول په صچېح عقائدو پوري اړه لري، يا په نيكو أعمالو پورې، يا په ښايسته أخلاقو پورې، اويا په لوړو آدابو پورې اړه لري .

*دإسلام دپيغام هدف دلاندنيو أمورو عملي كول دي:

1- خلكو باندي دهغوی خپل رب ج (پرورش كونكي) او خالق (پيداكونكي) پيږندل، چې دالله (جل جلاله) هغه ښايسته نمونه وپيږني چې هغې كې ورسره همنامي نه شته، او دهغه لوړ او اوچت صفتونه وپيږني چې هغې كې ورسره بل مقابل نه شته، او دهغه هغه دحكمت نه ډك كارونه وپيږني چې په هغې كې ورسره شريك او برخه دار نه شته، او دا وه پيږني چې يواځي همدغه الله (جل جلاله) دعبادت مستحق دي چې په عبادت كې بل انډول نه لري .

2- خلكو ته يواځې ديو الله (جل جلاله) چې بل برخه دار نه لري- دعبادت بلنه وركول، دهغه څه په پوره كولو او عملي كولو سره چې الله (جل جلاله) په خپل كتاب، او دپيغمبر r په سنتو كې ددوي لپاره دين ګرځولي دي، خوا هغه په نيكو كارونو باندې امر كول وي، او يا د بدو كارونو څخه منع كول وي، په كوم كې چې  ددوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي وي.

3- خلكو ته ددوي دمرګ څخه ورسته ددوي دحال او ځاي دورتګ يادونه كول، او دهغه څه يادونه كول چې دوي ورسره په خپلو قبرونو كې، او دقبرونو څخه دپورته كيدو په وخت كي، او دحساب په وخت كې مخامخ كيږي، او ددوي دورتګ دځاي په باره كې يادونه وركول  چې ددوي دخپلو عملونو مطابق يا به جنت وي او يابه د دوزخ أور وي ، كه عملونه ئي ښه وي جزاء او بدله به ئي ښه وي، او كه عملونه ئي بد وي نو جزاء او بدله به ئي بده وي .


*دإسلام مُهم او ضروري قواعد په لاندني ټكو كې خلاصه كولاي شو:

أول: دإيمان بناوي (أركان):

(إيمان شپږبناوي (أركان) لري):

*دإيمان لومړي بنا(ركن):په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل .

په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل لاندني أمورو ته مشتمل دي :

أ-دالله (جل جلاله) په ربوبيت باندې إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چې پالونكي پيداكوونكي، اختيار مند، دمخلوقاتو دټولو كارونو نظام څلوونكي، او په ټول عالم كې تصرف كوونكي يواځې يو الله (جل جلاله) دي .

ب-دالله (جل جلاله) په ألوهيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چې يواځې الله (جل جلاله) په حقه سره معبود او دعبادت لايق دي، او دالله (جل جلاله) څخه پرته نور ټول معبودان باطل او په ناحقه دي .

ج-دالله (جل جلاله) په نومونو او صفتونو باندې إيمان لرل،  يعني په دي باندي پوره باور كول چې الله (جل جلاله) لره ښايسته نومونه، او دكمال والا اوچت صفتونه دي، لكه څرنګه چې ئي په قران كريم او أحاديثو كې ذكر شوي دي .

دإيمان دوهمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په ملائكو  باندي إيمان لرل :

ملائك دالله (جل جلاله) عزتمند بندكان دي، الله (جل جلاله) پيدا كړي دي، أو هغوي يواځې ديو الله (جل جلاله) عبادت كوونكي او دهغه دحكم تابعدار دي. او هغوي لره الله (جل جلاله) په جلا جلا كارونو مكلف كړي دي، او ځنی  ددغه ملائكو څخه چه په بيلو بيلو كارونو مكلف دي :

*جبيرل (علپه السلام) چې دالله (جل جلاله) له طرفه په وحې راوړلو مكلف دي په هغه جاباندې چې دالله (جل جلاله) خوښه وي چې هغوي أنبياء او پيغمبران دي .

*بل ميكائيل (عليه السلام) چې په بارانونو او بوټو شنه كولو باندې مكلف دي .

*بل إسرافيل (عليه السلام) دي چې دشپيلي په پوكولو باندې مكلف دي، يوه شپيلي به دمخلوقاتو دمړه كولو په وخت كي وهي او بله شپيلي به ددوباره ژوندي كولو په وخت كې .

*بل ملك الموت (عليه السلام) دي چې دمرګ په وخت كې دارواحو په قبض كولو باندي مكلف دي .

د إيمان دريمه بنا (ركن): دالله (جل جلاله) په كتابونو باندي إيمان لرل :

الله (جل جلاله) په خپلو پيغمبرانو كتابونه راليږلي دي كوم كې چې دبندكانو لپاره لارښونه، او خير خواهي، او كاميابي ده. او مونږ ته ددغه كتابونو څخه لاندني كتابونه معلوم دي :

1- تورات : كوم چې الله (جل جلاله) په موسى (عليه السلام) راليږلي دي، اودا دبني إسرائلو په كتابونو كي غټ كتاب دي .

2- إنجيل: كوم چې الله (جل جلاله) په عيسى (عليه السلام) راليږلي دي .

3- زبور:كوم چې الله(جل جلاله) داود (عليه السلام) ته وركري ؤ.

4- قرآن كريم: دا هغه لوي كتاب دي چې الله (جل جلاله) په خپل آخري پيغمبر محمد r باندي راليږلي دي، پدې سره الله (جل جلاله) مخكنې ټول كتابونه منسوخ او ختم كړه، او ددي كتاب (قرآن كريم) ساتنه ئي خپل ځان ته وسپارله ددي لپاره چې دا قرآن كريم دقيامت دورځې پورې په ټول مخلوق باندې حجت اودليل پاتي شي .

او په  صحيفو باندې ايمان لرل  .

د إيمان څلورمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په پيغمبرانو إيمان لرل :

الله (جل جلاله) خپلو بندكانو ته پيغمبران راليږلي دي، چې أولني رسول(پيغمبر) نوح (عليه السلام) دي، او آخرني رسول محمد r  دي، او ټول پيغمبران  دعيسى (عليه السلام) چې دمريم (عليها السلام) ځوي دي، او دعزير (عليه السلام) په شموليت دوي ټول بشر يعني بنيادمان دي، او دالله (جل جلاله) مخلوق دی، الله (جل جلاله) دوي ته دخپل ربوبيت دخصوصيتونو څخه هيح نه ؤو وركړي، بلكه هغوي دنورو بنده ګانو په شانته بندګان ؤ، الله (جل جلاله) په رسالت (وحی ليږلو) باندې مشرف او عزتمند كړي ؤ. او الله (جل جلاله) دمحمد r په راليږلو سره دييغمبري سلسله ختمه كړه، الله (جل جلاله) محمد rټولو خلكو ته پيغمبر راو ليږه، دهغه نه روسته بل ييغمبر نه شته .

د إيمان پنځمه بنا (ركن):دآخرت په ورځ باندې  إيمان لرل :

دآخرت ورځ چې دقيامت ورځ ده، هغه ورځ ده چې دهغي نه ورسته بله ورځ نه شته، پدغه ورځ به الله (جل جلاله) ټول خلك دقبرونو څخه ژوندي راپورته كوي، دهميشه زندګۍ لپاره يا دنعمتونو به كور كې چې جنت دي، او ياد دردناك عذاب په كور كې چې دوزخ دي .

دقيامت په ورح باندې دإيمان لرلو معنى داده چې په هغه څه باندې چې دمرګ څخه روسته ورسره مخامخ كيږي كلك باور او تصديق وكړي، لكه په قبر كي سوال او جواب، يا په قبر كې نعمتونه، يا په قبر كې عذاب .

او هم په هغه څه باور وكړي چې دقبرڅخه ورسته ورسره مخامخ كيږي لكه دقبرونو نه راپورته كيدل، او دحشر ميدان ته غونډيدل، او هلته حساب او كتاب كيدل، او بيا يا جنت ته تلل او يا دوزخ ته .

 

د إيمان شپږمه بنا (ركن): په تقدير باندې إيمان لرل :

په تقدير باندې دإيمان لرلو معنى داده چې پدې خبره پوره باور او تصديق وكړي چې الله (جل جلاله) ټول كائنات – يعني هغه څه چې كيدونكي دي- أندازه كړي دي، اوټول مخلوقات ئي دخپل مخكنې علم او دخپل حكمت دغوښتني مطابق پيداكړي دي، له دي كبله ټول كائنات او مخلوقات الله (جل جلاله) ته په خپل أزلي علم سره معلوم دي، او دهغه سره په لوح محفوظ كې ليكلي دي، او الله (جل جلاله) ددي ټولو كائناتو پيداكول غوښتل، نو ټول ئي پيدا كړل، هيڅ شي هم ددي مخلوقاتو او كائناتو نه كيداي نه شي مګر دالله (جل جلاله) په إراده او كړنه او پيدائش سره به كيږي .

دوهم: دإسلام بناوي (أركان) :

دإسلام أساس او بنياد په پنځه بناؤو (أركانو) باندې دی، يو إنسان تر هغه پوري په رښتيا مسلمان نه شي كيدای ترڅو چې ئي په دغه أركانو إيمان نه وي راوړی، او په صحېح ټوګه ئي نه وي آداء كړي، هغه أركان دادي :

د اسلام لومړی بنا(ركن): كلمه شهادت ويل (لا إله إلاّ الله محمد رسول الله).

په رښتيا سره ددي كلمي كواهي وركول دإسلام كلي
(كونجۍ) أو هغه بنياد دی چې إسلام پري ولاړ دی  .

*د (لاإله إلاّ الله) معنى داده چې : نه شته لايق او مستحق دعبادت په حقه سره پرته دالله (جل جلاله) څخه بل هيڅوك، يواځې يو الله (جل جلاله) په حقه سره دعبادت لايق دي، او نورټول هغه څه چې پرته دالله (جل جلاله) څخه دهغي عبادت كيدائي شي باطل او په ناحقه دي . د(إله) معنى (معبود) يعني دعبادت مستحق .

*او د(محمد رسول الله) معنى داده چې: دمحمد r په ټولو خبرو او ويناوو باندې پوره تصديق او باور كول، او دهغه دټولو حكمونو – په كومو ئي چې أمر كړي دی – تابعدارې كول، او دهغه څه نه ځان ساتل دكوم څخه ئي چې منع كړي ده، او دالله (جل جلاله) عبادت يواځې په هغه طريقه كول چې محمد r پري راتګ كړی دی او هغه ئي دين ګرځولی .

د اسلام دوهمه بنا (ركن): لمونځ كول :

الله (جل جلاله) په شپه او ورځ كې پنځه وخته پنځه لمونځونه فرض كړي دی، ددې لپاره چې بنده ګان ددې لمونځونو  په كولو سره يو خو دالله (جل جلاله) حق أدا كړي، او بل دالله (جل جلاله) دنعمتونو شكر أدا كړي .

او هم دا لمونځونه دمسلمان بنده او دهغه درب ج په مينځ كې قوي رابطه او تړون دی، په لمانځه كې دالله ج سره پټـې پټـې خبرې كوي، دهغه نه غوښتني كوي .

او بل ئي ددي لپاره دا لمونځونه فرض كړي دي چې مسلمان بنده لره دهر ناوړه او ناروا كارونو څخه منع كړي .

أو الله (جل جلاله) په لمانځه باندې ددين خير، دإيمان صحېح والی، او په دنيا او آخرت كې  دالله تعالى ثوابونه مرتب كړي دي، او هم په لمانځه سره بنده ته هغه بدني او نفسي راحت حاصليږي كوم چې ده لره په دنيا او آخرت كې دخوشحالي سبب ګرځي .

 

د اسلام دريمه بنا (ركن): زكات وركول :

زكات يو صدقه ده چې هر كال به ئي هغه څوك وركوي چې پرې واجب شي، او دابه مستحقو كسانو ته چې فقيران او مسكينان او يانور هغه كسان چې دزكات وركول ورته جائز دي وركوي .

زكات په هغه غريب سړی واجب ندی چې دهغه مال او شتمني دزكات نصاب ته نه وي رسيدلي، بلكه الله (جل جلاله) زكات په شتمنو او مالدارو باندې واجب كړي دی ، ددې لپاره چې ددوی دين او إسلام ورباندې پوره او مكمل شي، ددوي په أحوالو او أخلاقو كې إصلاح او ذيادت حاصل شي، ددوي او ددوي دمالونو څخه أفتونه او مصيبتونه بڅ كړي، او دوي د كناهونو څخه پاك كړي .

او هم ددې لپاره چې شتمن او مالداران دخپلو بې وسه او غريبو خلكو سره مرسته او ښيګنه وكړي، او نور رنګ رنګ دښيګني كارونه ورباندې تر سره كړي . او دا زكات -ددغه فائدو سره سره- دهغه مال په نسبت چې الله (جل جلاله) شتمنو او مالدارو ته وركړی دی، ډيره لږه برخه او حصه ده .

د اسلام څلورمه بنا (ركن): روژه نيول :

درمضان المبارك دمياشتي – چې دقمري مياشتو په حساب نهمه مياشت ده- روژه نيول، پدې مياشت كې ټول مسلمانان په ګډه سره دورځې دسبا ختلو نه تر لمر ډوبيدو پورې خپل ټول أصلي شهوتونه او خواهشات،خوراك، څښاك، او كورواله پوره كول پريدي . الله (جل جلاله) ورته ددي په بدل كې دخپلې بښنې او مهربانۍ له لوري ددوي دين او إيمان پوره كوي، كناهونه ورته بښي، او درجي ورته لوړوي، او ددې نه علاوه ورته ددنيا او آخرت هغه لوی خير او نعمتونه وركوي كوم چې الله (جل جلاله) دروژي په نيولو سره تړلي دي .

د اسلام پنځمه بنا (ركن): حج كول :

حج: په خاص وقت كې دبيت الله (كعبي شريفي) دورتګ قصد او إراده كول، دالله (جل جلاله) دپاره ديو خاص عبادت دأدا كولو په خاطر، لكه څرنګه چې دهغي وضاحت دإسلام به دين كې شويدي .

حج الله (جل جلاله) په عمر كې يو ځل په توان لرونكو باندې فرض كړي دی .

*په حج كې مسلمانان دزمكې په هغه غوره برخه  كې
–چې مكه شريفه ده- راټوليږي، ديو رب ج عبادت كوي، او يو رنګ جامې (احرامونه) اچوي، دمشر او كشر، شتمن او بې وسه، سپين او تور تر مينځ هيڅ توپير نه وي، ټول يو شان دحج ټاكلې مراسم أدا كوي، چې ددغه مراسمو نه لوي او غټ مراسم: دعرفات په ميدان كښي ودريدل، دكعبي شريفي نه
–چې دمسلمانانو قبله ده- طواف كول، دصفا او مروه ترمينځ مندي وهل دي .

او په حج كې نورې ډيرې ذياتې ديني او دنيوي ګټـي دي چې دهغي شميرل او راټولول ممكن ندي .

دريم: إحسان كول:

إحسان دې ته وائي: چې دإيمان او إسلام په رڼا كې ته دالله (جل جلاله) داسې عبادت وكړي لكه چې ته الله (جل جلاله) لره ويني، كه ته الله (جل جلاله) لره نه ويني نو هغه خو تا ويني. معنى داچې ته په زړه كې دا راولې چې ته دالله (جل جلاله) په وړاندې ولاړ ئې او دهغه عبادت كوي . او دغه عبادت به دپيغمبر r دسنتو مطابق كوي، او مخالفت به ئي نه كوي. او ټول هغه څه چه مخكې بيان شول دغي ته دإسلام دين ويلی شي .

*ښكاره او معلومه خبره ده چې إسلام دمسمانانو إنفرادي او اجتماعي زندګي په هغه طريقه منظمه او ترتيب كړي ده چې دهغوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي ورپكې ده، له دې كبله الله (جل جلاله) دمسلمانانو لپاره نكاح (واده) په شرعي طريقه حلال او جائز كړي دی او ټينګار ئي پري كړي دی،او زنا، لواطت، او نور ټول ناوړه او دفحاشۍ كارونه ئي حرام كړي دي . صله رحمي – خپلولي- او په بي وسه او بيچاره خلكو باندي مهرباني او دهغوی پالنه ئي واجب كړيده. همدارنګه هر  ښايسته او ښه أخلاق كول ئي واجب كړي، اوټينګار ئي پري كړی دی، او هر رنګ بد او بيكاره أخلاق ئي حرام كړي .

*همدارنكه إسلام ددي خبرې خيال او لحاظ هم ساتلي دی چې ټول خلك ددين إسلام په عملي كولو، او دنورو خلكو دحقونو په خيال ساتلو كې يو شان ندي، بلكه توپير لري، لدې كبله الله (جل جلاله) چې ځنې ويرونكي او منع كونكي سزاګاني دځنو هغو تيريو په مقابل كې مقرر كړيدی كوم چې دالله (جل جلاله) دحق پورې اړه لري، لكه دمرتد كيدلو (خيپل دين پريخودلو) سزا، دزنا كولو سزا، دشراب څښلو سزا، او دارنګه دنورو بدو او ناوړه كارنو سزاګاني .

*لكه څرنګه چې إسلام يو ځای نورې ويرونكې او منعه كونكې سزاكاني دټولو هغو تيريو په مقابل كې مقرر كړي دي كوم چې دخلكو په حقونو باندې تر سره كيږي، لكه دهغوي په وينو او مالونو او أبرو باندې تيري كول .

د دغي سزاكانو ځنې دا دي : دبي حقه وژني سزا، دغلا كولو سزا، په پاك دامنه  خلكو او ښځو باندې دبد نامئ لگولو سزا، بې حقه ديو چا وهلو، او ياورته تكليف رسولو، او يا دچا بې حقه مال أخستلو سزاګاني.

دغه ټولي ذكر شوي سزاګاني داسې سزاګاني دي چې هره سزا دخپل جرم سره په غير دكمي او زياتي نه مناسب او برابره ده.

دارنګه إسلام درعيت علاقه او رابطه دهغوي دحاكمانو او أميرانو سره منظمه كړي او په چوكات كې ئې بنده كړيده .

په رعيت ئي دهغوي دأميرانو او حاكمانو تابعداري په هغه كارونو كي واجب كړي ده كوم كې چې ناروا او دالله (جل جلاله) دحكم خلاف نه وي. او هم ئي په أميرانو او حاكمان په عدل راوستلو او د رعيت سره په ښه سلوک کولو مکلف کړي دي .

*او په آخر كې دا ويلی شو چې: يواځنی دإسلام دين دی چې دبنده او دهغه درب ج په مينځ كې، او دإنسان او دهغه دټولني په مينځ كې په ټولو اړخونو دزندګۍ كې دټينګې او صحېح علاقې او رابطې جوړولو او نيك عمل كولو ضامن دی . هيڅ كوم دخير كار نه شته – خوا هغه أخلاقو پورې اړه لري، يا معاملاتو پورې- مګر إسلام خلكو ته دهغي ښودنه كړيده، او دهغي په كولو ئي ټينګار كړي دی، او دهر بد أو ناروا كارونو – خوا هغه أخلاقو پورې اړه لري يا معاملاتوپورې  له هغې  ئي خلك دارولي دي او دهغي دكولو څخه ئي منع كړيدي .

داټول هر څه چې ذكر شول پدې ښكاره دلالت كوي چې دإسلام دين په خپلو ټولواړخونو كې كامل او ښايسته دين دی . 

 
Make a Free Website with Yola.